انصار: (د غویی8مه)، افغانستان اهل تشیع شورا وایي، په افغانستان کې نور د جګړې او نفرت دوران پای ته رسیدلی او اړتیا لیدل کیږي چې ټول افغانان د مسلمان او افغان په نوم راټول شي.
د دغې شورا غړي پر ټولو افغانانو غږ کوي چې په هېواد کې دننه له تعصب او نفرت پرته ژوند او ټولې چارې پرمخ یوسي.
د اهل تشیح شورا غړی مولوی عبدالقدیر عالمي وایي، په افغانستان کې امن او سوکالۍ راغلې او نور اړتیا لیدل کیږي چې ټول افغانان له تعصب او نفرت پرته په یو نوم او هویت راټول شي.
نوموړي همدارنګه پر ټولو افغانانو غږ وکړ چې اوس هغه وخت راغلی چې ټول یو موټی شوو او د هېواد ابادۍ لپاره شپه و ورځ هڅه وکړو.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31299